Banner

دخالص بابا(رح) ادبي او جهادي رسالت

23.07.2007 08:48

پر خالص بابا(رح) څه ليکل زما په څېر د ادب د مدرسې د يوه کوچني چڼي کار نه دى، د هغه شخصيت، جهادي کړنې، ادبي هلې ځلې، اسلامي جذبه، اخلاقي سپېڅلتيا، قوي عزم، بشري درناوى او..... دومره څېړنه غواړي، چې په زرگونو بابونه او په لکونو کتابونه پرې ليکل کېږي. خالص بابا(رح) که عامې خبرې کولې، که د خداى(ج) په لاره کې به يې جهاد کولو، که پر قلم به يې څه کښل، يوازې يو هدف يې و، چې هغه ټولو ته څرگند دى.
په دې لمبه لمبه حالاتو کې دا ډول کارونه کول زما په اند د يو نابغه کار و، هو دا نبوغ ستر څښتن پر دوى لورولى و.
که د يوه جهادي رهبر په څېر يې فرض کړو، د خپل جهادي مرکز(هېواد) هر يو بوټى، کاڼى، لاره، هواره او غر به ددې شاهدي هرو مرو ورکړي، چې نبي خېل پر دوى پولادي پښې د ستر مرام لپاره ايښې دي. جهادي سالار له ټولو مجاهدينو مخکې د دښمن هرې مرمۍ ته سېنه نېولې ده، خو دې مرمۍ څنگه زړه کولاى شو چې د بابا سېنه دې وڅيري، د هغوى سپېڅلى هوډ دې مات کړي. بابا چې د شهادت مرگ يې د هېواد په غرونو رغونو کې غوښت، مرگ ترې منډې وهلې او ملايکو به پرې د عظمت وزرې د مهربانۍ له مخې غوړولې وې.
هغه بابا چې د ځمکې تورې شگې يې قالينې او فرشونه وو، د اتلو مجاهدينو په منځ کې به ناست و او داسې کيسې او ويناوې به يې کولې، چې شيطان او د هغه ملگري به ترې په څنگ تېرېدل. هغه بابا چې په مورچل کې به يې د الله اکبر د نعرې ازانگې  له غرونو او درو داسې پورته شوې ته وا بوټي يې له مجاهدينو سره بدرگه کوي په دې وخت کې دښمن خو دې ټينگ واى، دښمن خو دې پښه نېولې واى.
ارواښاد خالص بابا(رح) د نورو ډېرو په څېر خپل سپېڅلى جهاد او جهادي مقاومت په ډالرو او مادياتو ونه پلوره او نه يې هم تر پايه پورې چاته د يوې انې لاس ونيو او تر ټولو غوره رسالت يې دا وو، چې د امريکې د خپل وخت پاچا رونالډ رېگن ته يې په سپينه ماڼۍ کې د اسلام راوړلو بلنه ورکړه. په رښتيا چې د وخت د واکمن په مخ کې د حق خبره کول تر ټولو غوره جهاد دى او دا جهاد ښايي په تېرو ډېرو پېړيو کې کوم يو جهادي رهبر، قاضي او يا هم کوم پاچا نه وي کړى، خو دوى په داسې حال کې وکړ، چې زما په اند نور مسلمانان وروڼه به پرې شرمېدل چې دا يې څه خبره وکړه، مونږ په څه پسې راغلي يو يا څه ته راغوښتل شوي يو او دا څه وايي.
هو دا رسالت د يوه داسې پيغمبر کار و، چې د خپلې ايماني او اسلامي وحې له مخې د وخت فرعون ته د اسلام راوړلو وايي او معجزه يې خپلې هغه نوراني مخ او مبارکه ږيره وي، چې نور په کې له ورايه ځلېږي.
شډله ځواني، ساده خبرې او ساده لباس د خالص بابا(رح) ځانگړتياوې وې. دې بابا نه ماڼۍ جوړې کړې او نه هم په فرشونو کېناست، بلکې تر پايه د کفارو او بلوسگرو دښمن پاتې شو. بابا ورسره خپله جهادي مبارزه تر پايه بوتله او د غلامۍ سر يې ورته ټيټ نه کړ. د بابا په مرگ او ژوند هيچا هم ونه ويل، چې خالص بابا(رح) خداى مه کړه غدار، خاين او له خپل ملت سره جفاکار رهبر و، بلکې ټولو ددې خبرو برعکس گڼلو.
رابه شو د خالص بابا(رح) ادبي نړۍ ته؛ لکه چې ومو ويل بابا که د جهادي بهير نوموتى او لومړى شاعر ونوموو هم مبالغه به نه وي. بابا مونږ ته داسې ادبي ملغلرې پريښې دي، چې تر عمره به ځلا کوي. ارواښاد خالص بابا(رح) سخت دريځه نه او او د وخت د ملايانو او شېخانو څخه يې هم په سخت دريځۍ کې ځان ساتلى و، چې ويل به يې (مجازي شاعري هيڅ گټه نه لري) دوى همداسې وکړل چې د محبوب زلفې، برخوگان، رخسار او شونډې يې نه په رمز کې يادې کړې او نه په طنز کې، خو ما اورېدلي وو، چې د خالص بابا(رح) به کله طبعيت روغ و، نو ډېرې ټوکې به يې کولې، خو په چوکاټ کې.
د خالص بابا(رح) هر شعر ځانگړى پيغام لري او هغه هم غوره پيغام.
د ملنگ جان په څېر يې هېواد ته شعرونه ويلي دي، خلک يې جهاد ته هڅولي دي او عالمانه خبرې يې په شعر کې کړي دي:
بيا بــه کـړئ ارمان د نبــي خېل هسې وينا پسې
ډېر د گټې وخت، نه ښايي تېر شي له انسان څخه
د بابا شعر دومره روڼ او شفاف دى، چې د هر چا فکر يې تل ته په اسانه رسېدى شي، ځکه تر ډېره يې په شعر کې استعارې او کنايې نه دي راوړي او روان شعر يې ويلى دى. د بابا د شعر پيغام دومره څرگند او روښانه دى، چې د هر چا فکر يې اخلي، بابا په هر شعر کې تمه گر، بلوسگر، خلقيان، پرچميان او لاسپوڅي ټکولي دي، نېک مشران او رهبران يې ستايلي دي او بد يې غندلي دي:
چې په زوره مشري غواړي مشر نه دى
يا مـزدور د استعمـــار دى يا حمار دى
خالص بابا(رح) له هغو مجاهدينو او په دين وينو څخه هم ډېر گېله من دى، چې يو وخت د دين پتنگان وو او اوس د اغيارو او کفارو په څنگ کې کار کوي:
د امــريکا پـــــه ډالــــر ونڅــــېده
د خداى(ج) له مرستې نه مايوس وختو
خــالص د بل چــانــه گېلـه نه کوي
پـــوچ يې د خپل جېبه کارتوس وختو
پر ارواښاد خالص بابا(رح) د نور څه لېکلو لپاره به بيا قلم راپورته کړم اوس همدومره که خداى کول که بيا مې قلم راپورته کړ، نو همدغه ليکنه به پسې نوره هم وغزوم.

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.